د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا د دفاع وزېر ډانلډ رمزېر فېلډ له وظېفى نه د لېرى کولو غوښتنه


د ازادو ورځپاڼو ېوه ډله چې دامرېکا د اردو خدمت کوى له جمهوررئېس جورج بش نه ېې غوښتنه کړېده چې دامرېکا د دفاع وزېر ډانلډ رمزېر فېلډ له وظېفى نه لېرى کړي.

په هغه سر مقاله کې چې د دوشنبى په ورځ به خپره شى څلور شخصى ورځپاڼى وايي چې ښاغلى رمز فېلډ له نظامى عالېربته منصبدارانو، عسکرو، کانگرېس او دامرېکا له خلکو سره خپل اعتبار له لاسه ورکړېدى.

داورځپانى وايي چې په عراق کې د ښاغلى رمز فېلډ ستراتېجى ناکامه شوېده او دهغه د مشرتوب او قابلېت له شک او بې اعتبارۍ سره مخامخ شوېدى.

دآرمي ټاېمز په نامه ورځپانى مدېر وايي ددوى د سر مقالى هدف داندى چې دکانگرېس په انتخاباتو باندې اغېزه وکړى خو هغه وروسته له هغه نه ولېکل شوه چې دامرېکا جمهوررئېس جورج بش اعلان وکړ چې دى دانېت لرى چې ښاغلى رمز فېلډ په پنتاگان کې په خپله وظېفه باندى پاتى شى. د سپېنى مآڼى نطاق د دغو ورځپاڼو په لېکلو باندى انتقاد وکړ او هغه ېې په انصاف برابرې ونه بللې . د پېنتاگان چارواکى وايي هغه کسان چې په ښاغلى رمز فېلډ باندى انتقاد کوى په هغوى کى هغه قوماندانان شامل ندى چې په عراق کې دقواوقوماندانى په غاړه لرى ځکه هغوى خپل مامورېت ته متعهد دى.

XS
SM
MD
LG