افغان مامورین وایی چی د کندهار په ولایت کی د ناتو په هوایی حمله کی لږ تر لږه ٢٢ مشکوک یاغي طالبان وژل سوي دي .
چارواکو نن وویل چی افغان پولیسو او د ناتو قواوو پرون د ( زري ) په ولسوالي کی د مشکوکو طالبانو پر ځایونو باندی حمله وکړه .
پولیسو وویل چی شپږ نور یاغیان نن سهار وختی زري ته نژدې د امنیتي قواو سره په جگړه کی وژل سوي دي .
افغان مامورین وایی چی مشکوکو یاغي طالبانو د زابل په ولایت کی پرون د پولیسو د موټرو په یوه قطار باندی پټه حمله وکړه دوه پولیسان یې ووژل او پنځه نور یې زخمي کړل . په دې حمله کی چی د شاجوی په ولسوالي کی وسوه څو تنه مبارزین وژل سوي دي .
د افغانستان او ناتو پر قواو باندی د طالبانو حملې سږ کال زیاتي سوي دي .
طالبان د کابل د حکومت سره چی دامریکا ملاتړ ورسره دی په جگړو اخته دي هغوی تقریبا پنځه کاله مخکی د امریکایی قواو له خوا را وپرځول سول .