دملگروملتونو دامنیت شورا یو لوړرتبه هیآت کابل ته رسیدلی دی چې غواړی پدی باره کې خبری وکړی چې دطالبانو په مشری د تاوتریخوالی د زیاتیدونه وروسته څنگه په افغانستان کې ثبات راوستل شی .
په ملگرو ملتونو کې د جاپان دائمی نماینده کینزو اوشیما په مشری دغه هیآت کابل ته تللی دی . دغه هیآت غواړی چې د خپل سفر په څلورورځنی موده کې د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزی او د نورو مامورانو سره وگوری .
ټاکل شوی چې دغه هیآت دافغانستان جنوب ته هم سفروکړی چې هلته تاوتریخوالی زیات دی .
د یود پاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا چې دغه افراطی ډله پکې له قدرت نه راوپرزول شوه ، دامریکا، افغان او ناټو عسکر د طالبانو د پاتی کسانوسره په جگړه اخته دی .