داسراېېلو ېو جنرال وروسته له هغه نه استعفى وکړه چې نظآمى تحقېقاتو دهغه د جگړى دوخت پر اقداماتو باندى انتقادونه وکړل. برېد جنرال گال هېرش دوېم اسراېېلى جنرال دى چې داگست په مېاشت کې د اسراېېلو او حزب الله تر منځ دېوې مېاشتى اوږده جگړه کې د انتقادونو په سبب استعفى کوى. اوس د اسراېېلو او حزب الله تر منځ په لبنان کې د ملگرو ملتونو په منڅگړتوب باندى اوربند ټېنگ شوېدى.
برېد جنرال د گلېلي د لېوا قوماندان و. ددغې لېوا وظېفه داوه چې داسراېېلو په سرحد کې چى له لبنان سره ېې لرى گزمى وکړې. حزب الله د جولاى په دولسمه نېټه باندى پردغه لېوا باندى نا څاپى حمله وکړه . په حمله کې درى اسراېېلى عسکر ووژل شول او دوه تنه نور برمته شول. همدا نا څاپى حمله داسراېېلو او لبنان تر منځ د ٣۴ ورځنېو جگړو سبب سوه. جنرال هېرش نن د ېکشنبىپه ورځ وروسته له هغه نه استعفى وکړه چې نظامى مفتشانو پرهغه دا تور ولگاوه چې هغه په خپله قومانده اواداره کې غفلت کړېدى او په نتېجه کې ېې حزب الله نا څاپى حمله کړېده.
د تحقېقاتوپه نتېجه کې دامعلومه شوېده چې دهغه ېونټ د حزب الله د ناڅاپى اوېا احتمالى حملى لپاره چې مقصد ېې د عسکرو نېول وو ځان نه و چمتو کړى.