د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د جمهور رئېس جورج بش دعراق   نوې  ستراتېژي دا غوښتنه کوى چې تقرېبا شل زره امرېکايى عسکر په ډېره بېړه عراق ته ولېږي


دامرېکا د نېوېارک ټاېمز په ورځپاڼه کې نن د ېکشنبى په ورځ خپور شوى رپوټ وايي دعراق لومړى وزېر نوري المالکى په دې باندى موافقه وکړه چې دى هم درى نور عراقي غونډونه په راتلونکې ېوه ېا ېوه نېمه مېاشت کې بغداد ته ولېږى. په خبر کې وېل شويدي چې ښاغلى مالکى دامرېکا له جمهوررئېس جورج بش سره په ېوه تېلې کنفرانس کې داموافقه وکړه. د نېوېارک ټاېمز رپوټ دامرېکا دهغو چارواکېو له قوله چې په نوى ستراتېژى کار کوى لېکى چې دامرېکا جمهوررئېس به په عراق کې د بېارغونى هلې ځلى دوه چنده کړى. په دغه پلان کې داشامل دي چې عراقېان دداسى کارونو لپاره لکه د ښوونځېو رنگولو او د سړکونو پاکولوته استخدام کړي. توقع ده چې ښاغلى بش خپله نوې ستراتېژي په راتلونکېو ورځو کې برالا کړى. مخالف گوند دېموکرات چې تېره اونى ېې په رسمى ډول دانگرېس کنترول په لاس کې واخېست وېلى دى چې دوى دنورو عسکرو له لېږلوسره مخالف دى. نن دامرېکا په تلوېزېون کې ددېموکرات گوند د اکثرېت مشرې نانسى پېلوسى ووېل دېمکراتان دامرېکا د هغو عسکرولپاره مالى ملاتړ تاېدوى خو ښاغلى بش ته پکاردى چې دنور عسکرو د لېږلو لپاره دخپل پلان په باب تفصېلات برابر کړى. دعراق پولېس وايي سر تېرو لږ تر لږه ١٢ تنه عراقېان نن دېکشنبى په ورځ دېو لړ حملو په ترڅ کې په ټول هېواد کې وژلى دى. په بغداد کې څلو ر کسان ووژل شول او پنځه تنه د هاوان توپونو په ډزو زخمېان شول. دعراق په پاېتخت بغداد کې دوه لاروېان د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې ووژل شول. دعراق په جنوبى ښار هېله کې دېوموټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ېوه ښځه وژل شوې او ١٣ تنه نور زخمېان شوېدى. دعراق لومړي وزېر نوري المالکى د شنبې په ورځ ېو نوى تهاجمى پلان ددې لپاره اعلان کړ چې په بغداد کې د فرقه ېي جنگونو مخه پرې ونېسى. د عراق پوځ رپوټ ورکړېدى چې دېرش تنه سر تېري ېې وژلي دي او پنځه تنه سوډانى جنگېالي ېې د سنى مسلمانانو په سېمه کې نېولى دى.

XS
SM
MD
LG