د هند امنیتی قواوی په دی تکل کی دی چی د اسام د ازادئ د متحده جبهی د لغوه شوی ډلی کسان ونیسی په چا چی دا شک دی چی دوی د دغو تر شا لاس لری.
د هند نظامی مقامات وایی چی دوی د ارون چل پردیش صوبی سره په پوله غرنیو سیمو او ځنگلونو کی په دغو پټو کسانو پسی تلاش کوی
په دی تیری څلورو ورځو کی د بهار د صوبی نه ورغلی لږ تر لږه اویا مزدورکاران وژل شوی او په زرهاو نور مهاجر شویدی
دغه د اسام د ازادئ لغوه شوی جبهه دا تور لگوی چی دغو مهاجرو ټول ښه کارونه نیولی دی او حکومت د منطقی پرمختیا ته پام نه کوی
د دی ډلی یاغیانو د کال ١٩٧٩ نه د اسام د ازادئ دپاره مبارزه کوی او د بهر نه راغلی کارگرا یی په نښه کړیدی