د لاس رسي وړ اتصالات

داېران جمهوررئېس محمود احمدى نژاد نېکاراگوا ته تللئ  دى.


دا دهغه د لاتېنى امرېکا دسفر دوېم پړاودى. د ښاغلى احمدي نژاد ددى سفر مقصد له هغو کېڼ اړخو مشرانو سره داړېکو پېدا کول اوانډېوالي کول دي چې له امرېکا سره ېې ډډه نه لگېږى او انتقادونه پرې کوى. ښاغلى احمدى نژاد دنېکاراگوا پاېتخت مناگواته د شنبى په ورځ ورسېده. دنېکاراگوا نوي جمهوررئېس ډانېل اورتېگا په هوايى مېدان کې دهغه هرکلى وکړ. ښاغلى اورتېگا ته د تېرې چارشنبې په ورځ د نېکاراگوا دنوي جمهوررئېس په حېث د وفادارى سوگند ورکړل شو. اورتېگا مارکسېست او دېاغېانو پخوانى مشردى . هغه په ١٩٧٩ مېلادى کې دامرېکا پلوي دېکتاتور اناستاسېو سموزا له قدرت نه وغورځاوه. ښاغلى اورتېگا تردې مخکى هم له ١٩٨٥ نه تر ١٩٩٠ پورې دنېکاراگوا جمهوررئېس و. ښاغلى احمدى نژاد خپله سېمه ئېز سفر د شنبې په ورځ دوخته وېنزووېلا ته پېل کړى و. هلته ېې په پاېتخت کاراکاس کې د وېنزو وېلا له جمهوررئېس هوگو شاوېز سره ملاقات وکړ او هغه ېې دېو اېډېو لوژېک انډېوال په حېث وستاېه. اېران او وېنزووېلا په دې موافقه وکړه چې د اوپېک دتېلو په اتحآدېه باندې فشار راوړى چې خپل تولېد کم کړى چې په نړى کې د تېلو د قېمتونو ملاتړ وکړى.

XS
SM
MD
LG