د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست ولایت کی ځان مرگی برید کی لس تنه وژل شویدی


یوه ځان مرگه بم چونکي د افغانستان په ختیځ کی د ناتو یوې اډې ته نژدې د بم په چاودنه کی هم ځان والوځاوه او هم یې لس ملکي خلک ووژل او ١۴ تنه یې زخمیان کړل . والي ارسلا جمال وایی چی بم چونکي د هغو کارگرانو په منځ کی بم وچاود چی په خوست کی د ناتو نظامي اډې ته د ننوتلو په انتظار کی وو . د ناتو او امریکا عسکرو ته څه تاوان نه دی رسیدلی . له بلي خوا په کندهار کی مشکوکو یاغي طالبانو د پولیسو په یوې گزمې باندی پټه حمله وکړه او لږترلږه اته پولیسان یې ووژل . په افغانستان کی د یاغي طالبانو او د ناتو او امریکا د قواوو تر منځ حملې تیر کال ډیري زیاتي سوي وې . امریکایی او افغان قواوو خبر داری ورکړی دی چی دوی فکر کوی چی په راتلونکو میاشتو کی به چی پسرلی را ورسیږی دا حملې نوري هم پسې زیاتي سی .

XS
SM
MD
LG