د لاس رسي وړ اتصالات

  په افغانستان کی  ناقراری  زیاته شویده هیومن رایټس واچ


د یو تازه راپور په اساس دغه د بشر د حقوقو نړیواله موسیسه وایی چی افغانستان کی هغه اساسی آصول چی د تیرکال د بشر د ‏حقوقو په اربتاط د لندن په کانفرانس کی وضع شوی وو هغه یو هم پوره عملی شوی نه دی. دغه موسیسه وایی چی افغانستان کی د امنیت ، خوړو، برق اوبو او د روغتیایی مرستو په شان بنیادی ضرورتونه هم نه پوره شوی. دغه راپور وایی چی په کال ٢٠٠٦ کی په افغانستان کی د جگړو دلاسه د زرو نه زیات کسان وژل شوی چی زیاتره یی د افغانستان په جنوب کی د طالبانو او حکومت ‍ ضد قوتونو په حملو کی وژل شوی د بشر د حقوقو د څارنی موسیسه چی دمرستندویه ملکونو نه افغانستان سره د اقتصادی، سیاسی او امنیتی ساحه کی د مرستو غوښتنه کوی، او د جمهورریس کرزی نه غواړی چی غیر قانونی وسله والی ډلی لغوه کړی

XS
SM
MD
LG