د لاس رسي وړ اتصالات

داېران جمهوررئېس محمود احمدى نژاد اعلان وکړ چې دى به دملگرو ملتونو دامنېت شورى په غونډه کې گډون وکړى.


داېران چارواکى وايي چې جمهوررئېس محمود احمدى نژاد غواړى چې دملگرو ملتونو دامنېت شورى په مجلس کې ددى لپاره گډون وکړى چې داېران دا ټومى قدرت غوښتنى په باب توضېحات ورکړى . داېران دولتى تلوېزېون نن د ېکشنبى په ورځ رپوټ ورکړ چې ښاغلى احمدى نژاد غواړى دامنېت د شورى په پنځه لس کسېزمجلس کې داېران دا ټومى پروگرام په باب چې په رپوټ کې سوله ئېز ملکى اټومى پروگرام بلل شوېدى، توضېحات ورکړى. دا اعلان په داسى وخت کې کېږى چې دا منېت دشورى د پنځه داېمى غړى او جرمنى په دې غور کوى چې پراېران باندى د دغه هېواد د اټومى پروگرام په اړه نور بندېزونه ولگوى او که نه. اېران ددې غوښتنى له منلو نه چې د خپلو ېورانېمو له غنى کونگ نه لاس واخلى انکارکړېدى. دملگرو ملتونو دامنېت شورى دتېرکال د ډېسېمبر په مېاشت کې پراېران باندى محدود بندېزونه ولگول. دامرېکا متحده اېالات او اروپايي اتحاد پر اېران بدگومانه دي چې دا ټومى وسلو د جوړولو کو شش کوى. خو اېران دا تورونه ردوى اوپه دې ټېنگار کوى چې دوى حق لرى چې ېورانېم ددى لپاره غنى کړى چې دخپلو خلکو لپاره برېښنا تولېد کړى.

XS
SM
MD
LG