د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دامریکا سفیرپه روان کال کې په دغه هیوادکې دسخت جنگ  پیشگوی کوی


ښاغلی رونالډ نیومن چې په افغانستان کې ئې دکارموده پوره شویده ، پرون ددوشنبی په ورځ خبریالانو ته وویل، په داسی حال کې چې دطالبانو تحریک سرټمبه او ارتجاعی دی خو بیاهم دومره قوی ندی لکه پخوا چې و. ښاغلې نیومن وویل، دی په روان کال کې دافغانستان په جنوب کې دغټوجنگونو توقع کوی چې په دوه زره شپږم کال کې ئې په دغه سیمه کې دناټو، امریکا او افغان عسکرو باندی حملی زیاتی کړی وی . ناټو خبرداری ورکړیدی چې په گاونډی پاکستان کې دیره طالبان به دژمې نه وروسته ‏حملی پیل کړی . ناټو تیره هفته ناټو دافغانستان په جنوب کې دوخت نه دمخه عملیات پیل کړل . ښاغلې نیومن وویل، پاکستانی حکومت افغانستان ته دافراطی طالبانودراوښتلو په مخنیوی کې ډیرڅه کړیدی مگر پکاردی چې لدی نه ډیر نورڅه وکړی .

XS
SM
MD
LG