د لاس رسي وړ اتصالات

داندونیزیا دروغتیا دچارو ماموران وائې، دمرغانو په ناروغۍ  یو ٣٢ کلن سړئ مړشوئ


داندونیزیا دروغتیا دچارو ماموران وائې، دمرغانو په ناروغۍ یو ٣٢ کلن سړئ مړشوئ او په هغه سره پدی ملک کې دټولو هغو خلکو شمیر چې پدی مرض مړه شویدی، ٦٥ تنوته رسیږی. مامورنیو وویل چې دغه سړئ په پائتخت جاکارتاکې او سیده او پرون دپنجشنبی په ورځ ددغه ښار په یوروغتون کې مړشو. په اندونیزیا کې پدی ناروغې دنړۍ دنورو هیوادونو زیات خلک مړه شویدی . او دنړۍ دروغتیا دسازمان دمعلوماتو په اساس کله چې دا ناروغې داول ځل لپاره ددوه زره دریم کال په آ خرکې راپیداشوه ، تراوسه ئې په ټوله نړۍ کې ١٦٩ تنه وژلی دی چې زیاتره ئې دآسیا دملکونو دی . له بلی خوا دنړۍ دروغتیا سازمان په لاووس کې هم پدی ناروغې دیوبل تن دمړه کیدو رپوټ ورکړیدی .
XS
SM
MD
LG