دافغانستان دملی موزیم مامورانو نن دشنبی په ورځ دخاصو مراسمو په ترڅ کې هغه صندقونه پرانستل چې څوارلسوه (١۴٠٠ ) قیمتی اثارپکې و. په دغو اثارو کې داسی تاریخی اثاروو چې په زرگونو کلونه زاړه و. پدی کې داسی اثارهم وچې دډبری ددوری پوری ئې ارتباط لاره چې عائې خانم دښارسره تعلق لاره او دا ښار دافغانستان په شمال کې دی . ماهران دوه زره دری سوه کاله پخوا لوی سکندر دغه اثار لیدلی و. په ١٩٩٩ م کال کې په سویس په اصطلاح په تبعید کې موزیم جوړشوچې دافغانستان تارېخی اثار له تباه کیدونه وژغوری . دافغانستان ملی موزیم دطالبان په دوره تالاشو.شپږکاله پخوا طالبانو دبامیانوبتان تباه کړل چې دا دافغانستان دملی کولتور او هنری میراث یوه برخه وه . دسویس دموزیم مشر پال بوچرر وویل، هغه پدی عقیده دی چې ددغو تاریځی اثارو په لیدوسره به دافغانانو زړه ولگیږی .