د لاس رسي وړ اتصالات

یوامریکائې عسکر پدی محکوم شویدی چې دری عراقی بندیانو باندی ډزی کړی او وژلی ئې وو


یوامریکائې عسکر پدی محکوم شویدی چې ددوه زره شپږم کال دمی په میاشت کې ئې په دری عراقی بندیانو باندی ډزی کړی او وژلی ئې وو. یونظامی منصفه هیآت پړکمشر ریامونډ گیروارډ په درو تورونو تورن کړیدی .دانسان وژنی په وخت کې ئې غفلت کړی و، دوی په ٢۴ کن عسکر باندی دتوطئه کولو تورلگولی و. لیکن دغه منصفه هیات گیرووارډ بری الذمه کړ. څارنوالانو په گیرووارډ باندی دا تورلگولی وچې لومړی ئې عراقی بندیانو ته اجازه ورکړه چې وتښتی او بیائې خپلو کسانوته امروکړ چې وی ولی . دری نورعسکر دڅارنوالانو سره موافقی ته ورسیدل چې دوی به دگیرووارډ په خلاف شاهدی ورکړی . په دوعسکرو باندی ١٨ کاله دبند سزاوختله او دریم ئې په نهه میاشتو بند محکوم شو. دگیرووارډ دمحاکمې پړاو ددوشنبی په ورځ پیل کیږی .

XS
SM
MD
LG