د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کي چاودنه


ددوشنبی په ورځ د کابل د ښار په یوه گڼ سړک باندی د امریکا د سفارت تیریدونکي کتار ته نږدی چاودنه وشوه چی له امله یی د کتار یو موټر په اور کی لو لپه شو. د امریکا د سفارت یوه ویاند وویل چی پدی حمله کی څو تنه ټپی شوی چی د یوه حال پکی جدی ښودل شوی دی. هغه وویل چی د امریکا سفیر پخپله پدی کتار کی نه و. په لومړنیو رپوټونو کی ویل شوی و چی نن یوه انتحاری بم چونکی د بگرام په لور په لوی سړک باندی، ځان چولی دی. عینی شاهدان وایی د چاودنی له امله د کتار یوموټر اور واخیست او بل ته یی هم تاوان رسیدلای دی.

XS
SM
MD
LG