د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا یولوړ رتبه جنرال دچین نظامی مشران وهڅول چې ډیر شفاف اووسی


دامریکا دلوی درستیزانو دکمیټی رئیس او دسمندری پلوعسکروجنرال ‏(‎پیټرپیس ‏)‎ چین ته رسیدلی دی. دی غواړی چې ددواړو هیوادونوترمنځ نظامی اړیکې تقویه شی . امریکائې ماموران وائې، داپدی وخت کې دباورپیداکولو لپاره ښه موقع چې د چین نظامی تقویه کول په واشنگټن کې داندیښنی موجب شویدی . چین لومړی دجنوری په میاشت دتوغندیو ضد ازمایښت وکړاو بیا ئې په روانه میاشت کې دروان کال لپاره خپله نظامی بودیجه ‏(‎١٨ ‏)‎ فیصده لوړه بوتلله چې تقریبآ ‏(‎۴٥ ‏)‎ میلیارده زیاتوالی پکې راغلی دی. دچین دغو دواړو اقداماتو دامریکا لپاره نوی شکونه پیدایکړیدی . جنرال پیس نن دجمعی په ورځ په پیکینگ کې خبریالانوته وویل، کله چې هغه دچین دنظامی مشرانو سره خبری کولی نو پدی ټکی ئې ټینگار وکړ چې دخپلو نظامی موضوعاتو په باره کې ډیر شفافه اوسی او په هغه وخت کې دتوغندیو ضد موضوع هم راپورته شوه . جنرال پیس وائې: مادمصنوعۍ ضد ازمایښت مثال راوړ چې ځینی وخت ورباندی بین المللی ټولنه مغشوشه کیدای شی ځکه چې چین داکاراناڅاپی وکړ. داڅرگنده نه وه چې لدی نه ددوی هدف څه و،کله چې موضوع څرگنده نوی، کله چې یوکارناڅاپی وشی نو ضرور مغشوشوالی او شکونه پیدا کوی . هغه وویل، چین ددغه ازمایښت په باره کې نوی معلومات ورنکړل چې په یوتوغندی سره ئې خپله زړه مصنوعۍ تباه کړی وه. واشنگټن په واروار داخبره کړیده چې دچین له خوا دنظامی تهدید احساس نه کوی مگرپکارده چې چین دخپل نظامی لگښت په باره کې شفاف وی چې څنگه خپله دغه بودیجه لگوی . جنرال پیس وویل، دغه بودیجه پخپله یوه ستونزه نده.جنرال پیس وائې: دامهمه نده چې دقیقه اندازه څومره ده . دامهمه ده چې قابلیت ئې څه دی او موږته پکارده چې پدی پوه شوچې څنگه دا پسی لگول کیږی . دامریکا اصلی اندیښنه داده چې ښائی چین په تائوان باندی حمله وکړی چې پیکینگ ئې دخپلی خاوری جزگڼی اوژمنه ئې کړیده ، که ضرورشی په زوربه ئې بیرته ونیسی . جنرال پیس نن دجمعی په ورځ وویل، دابه ښه وی چې دپیکینگ او واشنگټن ترمنځ دتلیفون خاص ارتباط ټینگ شی چې دبالقوه جنجال په مخنیوی کې مرسته وکړی . جنرال داخبره هم وکړه چې دواړو خواو دامریکا دویست پوائنټ نظامی اکاډمی ته دچین دحربی پوهنتون دمحصلینودلیږولوپه شمول ددوی د هیواد ترمنځ دزده کونکودتبادلی په موضوع باندی هم خبری وشوی .

XS
SM
MD
LG