دارزگان دپولیسو قوماندان جنرال محمد قسیم وویل، افراطیانو ترین کوټ ته نژدی دپولیسانوپه یوه امنیتی پوسته باندی حمله وکړه .په دغه حمله کې دوه پولیسان او لږترلږه پنځه طالبان ووژل شول. جنرال قسیم وویل، په دغه جگړه کې لږترلږه څلور دپولیسو صاحب منصبان او لس تنه طالبان زخمیان شویدی . په گاونډی ولایت زابل کې افراطیانو دعسکرو نښته وکړه چې لږترلږه دوه تنه طالبان پکې ووژل شول . په زابل کې دافغان دپوځ قوماندان جنرال محمد اصف وویل، شپږتنه طالبان زخمیان شول مگر پوځیانو ته تلفات ندی اوښتی .