د لاس رسي وړ اتصالات

lملگرو ملتونو پرطالبانو غږ کړېدى چې افغان خبرېال خوشې کړي


ملگرو ملتونو پرطالبانو غږ کړېدى چې هغه افغان خبرېال خوشې کړي چې درې اونۍ مخکې ېې له اېتالوي خبرېال سره برمته کړى و. اېتالوى خبرېال بېا وروسته د طالبانو د پنځو بندېانو د خوشى کولو په بدل کې خوشى سو. دملگرو ملتونو نطاق صدېق علېم طالبان دېته وهڅول چې داجمل نقشبندى دکورنۍ ، دخبرېالانو، اونورو افغانانو هغه غوښتنى ومنى چې دهغه دراخوشى کېدول لپاره ېې خواست کړېدى. نطاق ووېل چې نقشبندى له افغان او ېانړېوالو پوځى قواو سره هېڅ ډول اړېکى نلرى. نقشبندى د ډانېلى ماسترو جېاموکوم اېتالوي سره چې د ( لا رېپبلېکا ) په نامه ورځپاڼى خبرېال و کار کاوه. طالبانو، دغه دواړه د مارچ دمېاشتى په سر کې د موټروان سره ېوځاى په هېلمند کې ونېول. کله چې ماسترو جېاکومو خوشى نو وې وېل چې طالبانو دې دېته مجبور کړ چې دده د موټر وان سېد اغا د سرغوڅولو صحنه وگورى. د طالبانو ېو نطاق ووېل سېد آغا وروسته له هغه نه اعدام سو چې د دوى ېوې محکمى د جاسوسۍ په تور محکوم کړ.

XS
SM
MD
LG