د لاس رسي وړ اتصالات

مولانا عبدالعزیز حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړچې دموسیقی دکانونه بندکړی


مولانا عبدالعزیز نن دجمعی دلمانځه نه وروسته پخپل لال په نامه جومات کې حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړچې دموسیقی ټول دکانونه او هغه کاروبار بندکړی چې دی ورته ناوړه او خراب شیان وائې. دغه افراطی ملاوویل، که حکومت دهغه څه په باره کې اقدام ونکړی چې دی ورته ناوړه شیان وائې نو دده پیروان به دغه کارسرته ورسوی . مولانا عزیز پدی خبره ټینگاروکړچې دی دمقاماتو سره جنجال نه غواړی مگر ژمنه ئې وکړه چې دهغه پیروان به مداخله ونه زغملی شی : ١ دی وائې، که حکومت له قوی نه کارواخلی نو موږ په سلگونه زره ځوانان لرو چې هغوی به په دوی باندی ځانمرگی حملی وکړی . دهغه دوعظ په وخت کې پیروانوئې دجهادناری وهلی . دجمعی دلمانځی نه وروسته ددغه جومات دمدرسې زده کونکو په لارو کوڅو کې سیډیگان او ډیویډیان وسیزل . دحکومت او لال جومات ترمنځ دجنجال په لړ کې دا ترټولو ورستی جنجال دی چې غواړی دطالبانو په شان دافراطی اسلامی ښونه وکړی. تیره میاشت دجامع مسجد د حفسا په نامه مدرسې په زرگونو زده کونکودری ښځی وروسته له هغې وتښتولی چې په دوی باندی ئې دفحشا کولو تورولگاوه . په سلگونو زده کونکو دجنوری د٢١ نیټی نه راپدی خوا دماشومانو کتابخانه نیولی ده .دوی دحکومت په هغه کوښښ باندی احتجاج کوی چې غواړی هغه جوماتونه ویجاړ کړی چې په حکومتی ځمکه کې په غیرقانونی توگه جوړشویدی . جمهوررئیس پرویزمشرف نن دجمعی په ورځ دکانوینسیون په مرکزکې دنورتاوتریخوالی په خلاف خبرداری ورکړ.‏هغه وائې: ٢ دهغه څکومت دجومات طرفدارانوته اجازه ورنکړی چې قانون پخپل لاس کی ونیسی . مگرامنیتی قواوی دجومات دطرفدارانوسره دجنجال نه ځان ساتی او مولانا عزیز دمصؤینت سره خپلو افراطی ویناوته دوام ورکوی . مقامات وائې، ددوی ځپل به نورعواقب ولری .
XS
SM
MD
LG