د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي چې برمته ژورنالست ېې وژلى دى


ېو سړى چې ځان د طالبانو نطاق بولي وايي دوى هغه ترجمان وژلى دى چې دېو اېټالوى خبرېال لپاره ېې کارکاوه. دطالبانو نطاق شهاب الدېن اتل ووېل طالبانو اجمل نقشبندى په دې سبب وواژه چې افغان حکومت دنورو سر تېرو د خوشى کولو په برخه کې له مذاکراتونه انکار وکړ. سر تېرو طالبانو تقشبندى او ېو اېټالوى خبرېال ډانېلي ماسترو ېاکومو دمارچ په مېاشت کې ونېول. دغى ډلى د هغوى له موټر وان نه سرغوڅ کړ. اېټالوى خبرېال دمارچ په نهمه نېټه د پنځو تنو طالبانو د خوشى کېدلو په بدل کې ازاد کړى سو. په ېو بل خبر کې وېل شويدى چې په افغانستان کې دناټو چارواکى وايي د سړک دغاړى بم دناټو ېو عسکر وژلى او ېوبل ېې زخمى کړېدى. دناټو نطاقه مارېا کارل وايي داحمله نن د ېکشنبى په ورځ سهار د افغانستان په جنوب کې وشوه. هغى د پېښې دقېق ځاى او دتلفاتو ملېت څرگند نکړ. همدارنگه نن د ېکشنبى په ورځ ېوځان وژونکى په ختېځ افغانستان کې هغه وخت ووژل شو چې خپل وان موټر ېې دناټو ېوه کاروان ته نېژدى وچاوه. رپوټ وايي چې نوره مرگ ژوبله نده شوې. دناټو ۴٥٠٠ عسکر دافغان عسکرو سره څنگ په څنگ د طالبانو په مقابل کې دافغانستان دهېلمند په ولاېت کې جگړه کوى. طالبان دعوه کوى چې دمرستو دوه فرانسوى ماموران او دهغوى د ادارې درى افغان ماموران ېې برمته کړېدى. درى تنه افغانان لاتراوسه پورې هم لادرکه دى. د شنبى په ورځ هغو کسانو چې گومان کېږى طالبان به وى د ماېن پاکولو د ډلې شپږ کسان ووژل. دغه پېښه د فراه په ولاېت کې وشوه او ېوه لاروۍ ښځه هم په دغه پېښه کې وژل شوېده. دافغان ماېن پاکوونکېو کاروان او دهغوى په ساتونکېو باندى هغه وخت ناڅاپى حمله وشوه چې دکندهار له ولاېت نه ېې هرات ته سفرکاوه. دغو افغانانو دماېن پاکولو ېوې امرېکا يي کمپنى ( رانکو کنسلټنگ کارپورېشن) ته کارکاوه.

XS
SM
MD
LG