د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان گواښ کوى چې نور برمته شوي کسان به هم ووژنى


سرتېرو طالبانو گواښ کړېدى چې که حکومت د ددوى دوه قوماندانان ور خوشى نکړى نو په افغانستان کې به د صحى چارو څلور تنه پرسونل چې دوى سره برمته دى ووژنى. شهاب الدېن اتل چې ځان د طالبانو نطاق بولى نن ددوشنبى په ورځ ېې ووېل چې که حکومت له مذاکراتو نه انکاروکړى نو طالبان به دافغانستان د هغې څلور کسېزې صحى ډلى ېو غړى ووژنى چې تېره مېاشت ېې برمته کړ ي وو. رپوټ وايي دمارچ دمېاشتى په ٢٧ مه نېټه په کندهار کې ېو افغان ډاکټر، د رې پرستاران او دهغوى موټر وان برمته شول. د طالبانو دا گواښ ېوه ورځ وروسته له هغه نه کېږى چې د ېکشنبى په ورځ ېې له هغه افغان ترجمان نه سر غوڅ که چې تېره مېاشت ېې په ېوه بله پېښه کى له ېوه اېټالوي خبرېال سره برمته کړى و. طالبان وايي چې دوى اجمل تقشبندى په دې سبب وواژه چې افغان چارواکېو دطالبانو د قېدېانو د خوشى کولو غوښتنى ونه منلى. د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزي دامرېکا او اېټالېې له چارواکېو سره سمه دخبرېال د سرغوڅونه محکومه کړېده. دملگروملتونو نطاق صدېق علېم چارواکى دېته هڅولى دى چې مسوول کسان عدالت ته را کش کړى شى. دهغو دوه فرانسوى کارگرانو د سر نوشت په باب وېره زېاته شوېده چې دمرستو ېوې ډلې ته ېې کارکاوه . له هغوى سره درى افغان ماموران هم شامل دى . داکسان تېره اونى طالبانو په افغانستان کې برمته کړل. اجمل نقشبندى له اېټالوي خبرېال ډانېلى ماستور ېاکومو سره دا فغانستان په جنوبى ولاېت هېلمند کې کار کاوه چې له خپل موټر وان سره دمارچ په پنځمه نېټه برمته شول. سرتېرو طالبان بېا وروسته له موټر وان نه سرغوڅ که خو اېټالوى خبرېال ېې د هغو طالبانو په مقابل کې ازاد که چې له افغان چارواکېو سره بندېان وو. اېټالوى خبرېال ماسترو ېاکومو وايي د ى دنقشبندى په وژلو ډېر زېات خواشېنى شوى دى. په ېو بل انکشاف کې دناټو اوه تنه عسکر دېکشنبى په ورځ دا فغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې په بمونو ووژل شول. ېو بم د کندهار ښارته نېژدى وچاودېده او د کاناډا شپږ تنه عسکر ېې ووژل. په ېوه بله جلا چاودنه کې د ناټو ېو عسکر ووژل شو او دوه تنه زخمېان شول. په بله حمله کې چې کوم ځانى تاوان اووښتى دى دناټو چارواکېو دهغوى ملېت او د پېښى ځاى ندى څرگند کړى.

XS
SM
MD
LG