د لاس رسي وړ اتصالات

ېوې اسلامى محکمې د پاکستان د سېاحت اوتورېزم د وزېرې خلاف فتوا ورکړېده


په پاکستان کې ېوې غېر رسمي اسلامى محکمى ددغه هېوادد سېاحت د وزېرې خلاف فتوا صادرکړېده اوهغه ېې په غېراخلاقى عمل تورنه کړېده. د پاکستان د سخت درېځو اسلامى علماو مشر د ېکشنبى په ورځ باندى د نېلوفر بختېار خلاف وروسته له هغه نه فتواصادرکړه چې په پارېس کې ېې له ېوه نارېنه سره غېږ په غېږ ستړې مشې وکړه او عکس ېې واخېستل شو. هغې پارېس ته په خپل سفر کې دالوتلو په ېوډول ساعت تېرۍ کې برخه اخېستى وه او د پرواز له ښوونکى سره ېې غېږ په غېږ ستړې مشې کړې وه. رپوټ وايي مېرمن بختېار په پارېس کې په دغه نماېش کې ددې لپاره برخه اخېستى وه چې په پاکستان کې د ٢٠٠٥ مېلادى کال د اکتوبر دمېاشتى د زلزلې قربانېانو ته د اعانى پېسى را ټولى کړى. رپوټ وايي اسلامى علما له حکومت نه غوښتنه کوى چې د پاکستان حکومت هغې ته سزا ورکړى او له کابېنى نه ېې دهماغو تصوېرونو په سر برطرفه کړى. دغه تصوېرونه په محلى اخبارونو کې خپاره شوېدى. د پاکستان د روغتېا وزېرې شهناز شېخ وېلى دى چې دامحکمه ددې صلاحېت اوقدرت نلرى چې د چا خلاف فتواصادرکړى. دوى داسلامى غلط تعبېر او تفسېر کوى. رپوټ وايي دا محکمه چې څو ورځى مخکى په اسلام اباد کې د سره جومات لال مسجد علماو جوړه کړېده، د جوړېدو راهېسى ېې دا اولنى فتواده.

XS
SM
MD
LG