د اسراییلو پوځ وایی چی څلور اسراییلیان د فلسطینیانو لخوا پری ډزی وشوی او ټپی شول. پوځی مقامات وایی چی د یوه تن حالت وخیم دی اود نورو زخمونه هومره جدی ندی . ویل کیږی چی دغه حمله د راملا ښارگوټی ته نژدی پداسی حال کی وشوه چی په دغو څلورو تنو سرتیرو د یوه موټر نه چی د دوی نه تیریده ډزی وشوی. په خوا هم د فلسطینیانو لخوا په لویدیځه غاړه کی په اسرایلو باندی د دی سیمی نه د تیریدو په وخت کی ډزی شوی دی