د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیې کې د ویر او ماتم ورځ اعلان شوې ده


وروسته له هغه چې پرون د دوشنبی په ورځ، د روسیې پخوانی ولسمشر بوریس یالڅین د شپږ اویا کالو په عمر په مسکو کې ومړ، د کرملین مقاماتو اعلان وکړ چې دده په درناوي به سبا د چهارشنبې په ورځ، په روسیه کې ملي ماتم وي.

ددوی په وینا، د یالڅین مړی به، په مسکو کې د نواودویچي په هدیره کې له ښخېدو دمخه، د خلکو د لیدو لپاره د کرېسټ ساویر په کلیسا کې ایښودل شوی وي.

ښاغلې یالڅین دروسیې لومړی جمهور رئیس و چې د دیموکراتیکو انتخاباتو له لارې قدرت ته ورسېد. هغه دکمونست گوند له غړیتوب نه خپل کارپیل کړچې بالاخره په مسکو کې دگوند رئیس شو.

د کال نولس سوه یو نوي کال د اگست په شلمه نیټه، بوریس یالڅین په یو پوځی ټانک سپور شو او د تل لپاره یې خپل نوم په تاریخ کې ثبت کړ.

د بوریس یالڅین مقاومت د روسیی اولس ته دا جرآت ورکړ چې د سخت دریځو کمونیستانو لخواه د میخایل گورباچوف په ضد شوې کودتا وځپي.

څو کاله وروسته، کله چی هغه د خپل هیواد له ولسي جرگې سره ځینې مخالفتونه پیدا کړل نو یې د پارلمان په ودانۍ د راکټونو بریدونه وکړل.

یالڅین خلکوته دا انتباه ورکړه چې دی د خلکو مدافع دی او ددې پر ځای چې په لېمازین موټر کې سپور شي، په بس سرویسونو او اورگاډو کې به ئې سفرکاوه.

نوموړي د پخواني شوروي اتحاد پر وروستني مشر میخائیل گورباچف باندې د انتقاد کولو له امله، خپل گوندي موقف له لاسه ورکړ خو په ١٩٩١ م کال کې ئې دجمهوري ریاست انتخابات وگټل.

ددغه کال په اخر کې یې د افراطي کمونستانو په هغې کودتا کې له گډون څخه ډډه وکړه چې د ښاغلي گورباچف په خلاف وشوه او وروسته له هغه ئې بیا داسی پالیسی غوره کړه چې دشوروي اتحاد د ړنگیدو سبب شوه.

ښاغلی یالڅین دشوروي د زمانی هغه قیودات لیرې کړل چې په اقتصاد او مطبوعاتو باندی لگیدلي و او په ١٩٩٦ م کال کې ئې بیا هم انتخابات وگټل. یالڅین له خپلو سیاسي فعالیتونو ترڅنگ، د زړه په ناروغۍ هم اخته و او له دې امله څو څو ځله پرې جراحي عملیات هم ترسره شوی دی.

سره له دې، دهغه روغتیائې حالت ورځ په ورځ خرابیده او بالاخره د١٩٩٩ م کال دډیسمبر په میاشت یې ولادیمیر پوتین ته د واک په ورپریښودو سره استعفا وکړه .

XS
SM
MD
LG