د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: په پکتیکا ولایت کې اوه افغان سرتیري وژل شوي دي


افغان چارواکو خبر ورکړی چې په پکتپکا ولایت کې د سړک پر غاړه د یوې سختې بمي چاودنې په پایله کې اوه تنه دولتي سرتیري وژل شوي دي.

پرون د سه شنبې په ورځ هم په هرات کې د پولیسو پر یوه موټر باندې د یوه ناڅاپي بريد له امله، درې پولیس مړه او دوه نور ټپیان شول. همدا راز، په زابل ولایت کې هم له افغان او ناټو ځواکونو سره په یوه نښته کې، دیارلس طالب جنگیالي ووژل شول.

د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه په داسې حال کې له طالبانو سره جنگېږي چې سږکال د طالبانو په انتحاری حملو کې ډېر زیاتوالی لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG