د لاس رسي وړ اتصالات

دمرستو درسولو فرانسوۍ کارکونکی له افغانستان نه روانه شویده


په افغانستان کې دمرستو درسولو فرانسوۍ کارکونکۍ چې طالبانو تقریبآ یوه میاشت برمته کړی وه، په الوتکه کې فرانسې ته روانه شویده.

په کابل کې دفرانسې سفارت نن دیکشنبی په ورځ تائیده کړه چې سیلین کوردلې‏ (‎ CELINE CORDELIER‏‏‏‏‏)‎ بیگاه له افغانستان نه روانه شویده. طالبانو وویل، کوردلې ئې دروغ نیتی له مخی خوشی کړه.

کوردلی، یو فرانسوی او دری افغانانو نړۍ زموږ دماشومانو لپاره په نامه دیوې فرانسوی غیر دولتی مؤسسې سره کارکاوه.

طالبانو دوی دروانی میاشتی په دریمه نیټه په جنوب لویدیځ ولایت نیمروز کې برمته کړل.

طالبان وائې، دوی به څلورتنه نورکارکونکی ترهغې پوری خوشی نکړی ترڅوچی فرانسه خپل عسکر له افغانستان نه اونه باسی او افغان حکومت طالبان له بندنه خوشی نکړی.

XS
SM
MD
LG