د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې عسکرو دمشکو کوترورستانو په مرکز حمله کړیده


په افغانستان کې دامریکا په مشری ائتلاف وائې، قواوئې دهیواد په ختیځ کې دمشکوکو ترورستانو په مرکزحمله کړیده چې شپږتنه پکې وژل شویدی .

دغه ائتلاف وائې، معلومات ورته ورسیدل چې دننگرهار په ولایت کې دغه مرکز دموټر بم پلان جوړوی او دننی حملی په وخت کې دائتلاف او افغان قواو باندی ډزی وشوی او دوی ئې متقابله ځواب ورکړ.

دغه ائتلاف وائې، په قربانیانو کې څلورتنه افراطی طالبان وو او دوه تنه ښځی وی.

محلی پولیسان وائې، لږترلږه پنځه تنه ملکیان په دغه حمله کې وژل شویدی . دحملی نه وروسته داحتجاج په توگه په سلگونو کلیوالو لوئې لاره بنده کړه.

تیره میاشت دامریکا پلیو سمندری عسکرو دننگرهار په ولایت کې اته تنه ملکی کسان هغه وخت ووژل چې ددوی په کتار باندی دموټربم حمله وشوه او دحملی نه وروسته دوی دخلکوپه گڼه گوڼه باندی ډزی وکړی.

دیودپاسه په دوه زرم کال نه راپدی خواچې دامریکا په مشری دائتلاف قواو دطالبانو رژیم پکې راوپرزاوه، دیاغی طالبانوافراطی پلویانو په افغانستان کې ځانمرگی او نوری ډیری حملی کړیدی.

افغان جمهوررئیس حامد کرزی نن دیکشنبی په ورځ ترکېې ته ځی چې دجمهوررئیس پرویزمشرف سره دسرحدنه په اخوا دامنیت او نورو موضوعاتو په باره کې خبری وکړی .

XS
SM
MD
LG