د پولیسو په وینا دغه ځان مرگی خپل د چاودیدونکو مواد و ډک موټر سایکل د یو ایس پی ایی په نوم د یو امریکا یی شرکت کاروان سره وجنگولو. او ځان یی هم ورسره والوزولو.
تر اوسه چا د دی حملی مسولیت په غاوه نه دی اخیستی، خو محلی مقامات یی مسولیت په طالبانو ور اچوی.
دا په دغه امریکایی شخصی امنتیی شرکت په تیره یوه میاشت کی د قندهار په حدودو کی دویمه ځان مرگی حمله ده.
دی نه وړاندی، د اپریل په ١٥ چی د دغه شرکت په کسانو حمله شوی وه او طالبانو یی مسولیت هم منلی وو، په هغی کی د شرکت ۴ افغان کارکونکی وژل شوی وو.
په عین حال کی د برتانیی فوځی مقامات وایی چې د ناټو په مشرئ د افغانستان او ناټو گډی، دوه زره کسیزی قوی د هلمند په ولایت کی د طالبانو د تصفیه کولو دپاره نوی تعرضی عملیات شروع کړیدی.