د ترکیی د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره د ای کی د اسلامی گوند یواځینی کاندید، د بهرنیو چارو وزیر عبالله گل, د خپلی کاندیدی نه منصرف شوی دی.
ښاغلی گل اعلان وکړ چی نن به خپله کاندیدی له هغه وروسته بیرته واخلی چی په دی تیرو دوو دورو کی یی ونشو کولای چی د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره د دریو نه حداقل دوی برخی رایی یوسی.
د ترکیی ستری محکمی تیره میاشت د ښاغلی گل په طرفداری د پارلمان لومړی دوره انتخابات پدی عنوان لغوه کړل چی په کافی اندازه وکیلان موجود نه و چی رایی یی وشمیرل شی.
د جمهوری ریاست د اتخاباتو له امله په ټول ملک کی د سکیولری نظام په طرفداری مظاهری جوړی شوی دی او له دی امله یی اندیښنه ښودلی چی حاکم گوند ای کی پی کومه پټه اجندا لری.
دواړه صراعظم, رسیپ تیپ ایردوگان او خارجه وزیر, گل دغه تورونه ردوی.
. د ترکیی پوځ ویلی چی په ملک کی به د سکیولریزم نه د اساسی قانون له مخی دفاع وکړی