د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فټبال د سوپر بول او قلبي امراض


سوپر بول په حقیقت کې د امریکایي فټبال د قهرمانۍ نړیواله لوبه ده.

اکثر خلک به ښایي لوبې ته متوجه وو، خو یو پخوانې لوبغاړې چې اوس د قلب جراح دی، ددې سترې لوبې د نندارې په څنگ کې د لوبغاړو روغتیا ته پاملرنه کوي.

دا هغه څه دي چې خلک یې له یوه تکړه فټبالر څخه تمه لري. په لوبه کې پاتې نه راتلل، جدي رقابت، او فزیکي تماس.

داکتر ارچي رابرت د قلبي امراضو د بنیاد مشر وایي: د یوه لوبغاړي د ورزشي شخصیت په انتها کې هغه داسې روزل شوی، غښتلی ورزشکار وي چې له فزیکي پلوه د هر څه په وړاندې مقاومت کولای شي.

داکتر ارچي رابرت ښایي پوهیږي. هغه مخکې له دې چې د قلب جراح شي، د امریکا د فټبال په غښتلو ټیمونو میامي دلفین او کلیولند برونز کې لوبه کوله. اوس هغه د لیوونگ هرت پونډیشن په نامه د قلبي امراضو د بنیاد مشر دی.

د دې موسسې هدف د قلبي امراضو په هکله د خلکو پوهونه ده، تر څو د ناروغې د مخنیوی لپاره مخکنۍ ازموینې ترویج کړي او د اوسنیو او یا پخوانیو لوبغاړو د روغتیا په اړه پلانونه طرح کړي. داکتر ارچي رابرت په دې اړه وایي:

‎ په متحده ایالاتو کې قلبي مرض لومړی درجه وژونکی ناروغي ده. او دا اکثرا اوږده مرحله لري چې په بدن کې لومړنې ستونزې ایجادیږي او بیا لس، شل او یا دیرش کاله وروسته دغه وژونکې ستونزه رامنځ ته کوي. کیدای شي چې دا د ځوانو لوبغاړو لپاره هم یوه ستونزه وي.

اوه لس کلن لوبغاړی نیک روتولو، درې کاله مخکې د هاکي لوبې په ترڅ کې په ناڅاپي توگه د زړه د دریدو له کبله مړشو.

او له هغه وخت راایسې نورو ځوانو لوبغاړو ته هم قلبي ستونزې پیښې شوی دي. داکتر رابرت او نور داکتران د خپلې موسسې له لارې د یوه پروگرام له مخې په ښوونځیو کې ورزشکاران معاینه کوي.

په ایتالیا کې ټول ځوان لوبغاړي مخکې له دې چې په یوه ټیم کې لوبه وکړي، د قلب معاینې ترسره کوي.

هغوی چې د خطر سره مخامخ وي ورته د لوبې اجازه نه ورکول کیږي. د پوډوا د ورزشي روغتیایي مرکز د داکتر گیتانو تیینا ، په وینا دغو معاینو په ایټالیا کې د ځوانو لوبغاړو د ناڅاپي مړینې شمیره په سلو کې نوي راټیټه کړی ده.

د پوډوا د ورزشي روغتیایي مرکز داکتر گیتانو تیینا وایي دا مطلقا حیرانوونکی وه، ځکه دې کار ثابته کړه چې په لوبو کې له گډون څخه مخکې معاینې د ژوند د ژغورنې وسیله ده.

‎ ستر وجود درلودل د قلبي امراضو د خطر د رامنځ ته کیدوعامل دی. او د فټبال او نورو ورزشونو په ترڅ کې یو له بل سره د لوبغاړو تصادم کیدای شي هغه د یو ورزشکار د عمر په پام کې نیولو سره د خطر یوه وسیله شي.

د لوبغاړو او پخوانیو ورزشکارانو د روغتیایي انکشافاتو په ترڅ کې یوه وسیله چې سفیگ موی کور Sphygmocor (sfig moe core) نومیږي جوړه شوی ده.

دا د فشار د معلومولو یوه کوچنې وسیله لري چې د وینې د فشار د پخوانیو الو په پرتله زیات معلومات ترې ترلاسه کیږي. دا وسیله همداشان د شریانونو د وضیعت په اړه معلومات هم ورکوي.

ډاکتر ارچي رابرت وایي:

‏په دغې نوی تخنیک سره مونږ کولای شو چې د شریانونو د بندیدو د ابتدایي حالت په اړه معلومات ترلاسه کړو تر څو مونږ په وخت مداخله وکړو چې د جدي پیښو د رامنځ ته کیدو مخنیوی وشي.

‎ څه دپاسه زر تنه فعال او پخواني لوبغاړي د سفیگ موی کور sfig moe core په الې معاینه شوی دي. داکتر رابرت وایي چې ابتدایي معاینو همدا اوس ډیر خلک ژغورلي دي.

XS
SM
MD
LG