د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١۴٦٩ د مې پر دریمه نېټه د ایټالیې فیلسوفاو لیکوال نیکلای ماکیاولي وزېږېدی


د ماکیاولی په نهه ویشت کلنی کی د خپل ټاټوبی فلورانس د دفاع وزیر سو او په دغه وخت کی یې داسی پالیسی طرح او عملی کړې چی د فلورانس د سیاسی تقویې سبب سوې.

ده ډېر ژر داسی ډیپلوماټیک ماموریتونو وروسپارل سول چی د هغو په جریان کی یې د فرانسې د دوولسم لویی.

دوهم پوپ جولیوس او د روم دمقدسی امپراطورۍ پاچا لومړي ماکسی میلان سره ولیدل.

ماکیاولی په خپل ژوند کی ډېر زیات آثار ولیکل خو تر ټولو مشهور اثر یې شهریار دی چی په هغه کی ده د یوه داسی رهبر تصویر ایستلی دی چی له هر ی خوا بشپړ وي او په د ې کتاب کی دا ښیی چی شهریار باید هدف ته د رسېدلو لپاره له هر ډول وسایلو څخه استفاده وکړي.

که هم چی ماکیاولی د شهریار د کتاب د محتویاتو له امله ډېر بدنام سو خو د قدرت ساتلو په برخه کی دده نظریات دونه افراطی نه وه.

په حقیقت کی دی په خپلو نورو کتابونوکی ښیی چی د اخلاقی اصولو یو طرفدار سیاستمدار دی، که څه هم چی اوس څاضر چی څوک د ماکیاولیزم اصطلاح استعمالوی نومطلب یې د هری غلطی او سالمی لاری هدف ته رسېدل وي.

XS
SM
MD
LG