د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٥٥ د مې پر نهمه نېټه، لس کاله وروسته له هغه چی نازیانو په دوهمه نړۍواله جگړه کی ماته وخوړه...


د کال ١٩٥٥ د مې پر نهمه نېټه، لس کاله وروسته له هغه چی نازیانو په دوهمه نړۍواله جگړه کی ماته وخوړه، لوېدیځ جرمني رسما د شمالی اتلانتیک د پوځی تړون ناټو غړی سو.

دا د متقابلې دفاع یوه موسسه ده چی په هغه وخت کی د شوروی اتحاد د پراختیا غوښتني دمخنیوی په مقابل کی جوړه سوه. جرمني د کال ١٩۴٥ راهیسی یو وېشل سوی هیواد وو.

امریکایانو، برټانویانو او فرانسویانو په لوېدیځ جرمني او لوېدیځ برلین کی خپلی خپلی سیمی اشغال کړي وې، اوشورویانو ختیځ جرمني او ختیځ برلین نیولی وو.

که څه هم چی متحده ایالاتو اوشوروی اتحاد دواړو په لومړي سر کی د جرمني د یوموټی کېدلو هیله څرگنده کړې وه خو وروسته معلومه سوه چی د ساړه جنگ دوخت دغه دوه دښمنان یوازي هغه وخت د دجرمنی د یوموټی کېدلو سهر علاقه لری چی ددوی خپلی گټی پکښی خوندی سی.

د کال ١٩٥٥ د مې پر پنځمه متحده ایالاتو، برټانیې او فرانسې رسما د لوېدیځ جرمنی اشغال ته خاتمه ورکړه او لوېدیځ جر منی یو خپلواک هیواد سو او د مې پر نهمه یعنی څلور ورځی وروسته لوېدیځ جرمني د ناټو غړی سو.

وروسته پنځه دېرش کاله وروسته لوېدیځ او ختیځ جرمني د ساړه جنگ د وخت د دښمنیو سمبول وو. په کال ١٩٩٠ کی جرمني بالاخره بیرته سره یو ځای سو او د جرمني نوی هیواد د ناټو غړی پاته سو.

XS
SM
MD
LG