د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې دېوموټر بم په چاودنه کې اته تنه زخمى سوېدى


پولیس وایی چی د موټر بم دغه چاودنه د محکمی د باندی د موټرو په تم ځای کی وشوه اوشاوخواته نېژدی موټر وته زېان ورساوه.

پردې سر بېره ېې څو کسه لاروی او د سړک په غاړه دوکانداران زخمیان کړل. د دی حملی مسولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.

سږ کال په پیښور کی یو لړ چاودنی شوی چی د هغو جملی نه د می د میاشتی د پنځلسمی نیټی چاودنه وه چی په یوه هوټل کی شوی وه او ٢٥ کسه پکی ووژل شول.

د پاکستان وکیلانو د برطرفه شوی قاضی القضات په طرفداری چی د خپل قدرت نه یی گواکی ناوړه گټه اخیستی ، د جمهور ریس پرویز مشرف پر خلاف د پیښور د محکمی د باندی مظاهری کولی.

XS
SM
MD
LG