د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي عربستان ستر امام وایی چی اسلام افراطیت نه مني


د مکې معظمې ستر امام شیخ عبدالرحمن پا کستان ته د یوې هفتې په سفر تللی دی.

هغه پرون په اسلام آباد کی د فیصل په جومات کی خلکو ته چی د جمعې د لمانځه د اداکولو د پاره ورغلي وو وویل چی اسلام د ډلو ټپلو او فرقو جوړولو او افراطیت مخالف دی.

د مکې امام وویل چی مسلمانان باید سره متحد سی چی هغه ستونزي او مشکلات حل کړی چی همدا اوس په فلسطین، عراق، افغانستان، لبنان او نورو سیمو کی ورسره مخامخ دي.

د مکې معظمې دغه ستز امام پرون په اسلام آباد کی خلکو ته د جمعې لمونځ ورکړ چی هغه ته صدراعظم شوکت عزیز، ځیني سیاسي او دیني مشران او د پاکستان ډیر نور خلک ورغلي وو.

د سعودي عربستان دغه ستر ملا امام پاکستان ته په داسی حال کی سفر کوی چی جمهور رئیس پرویز مشرف له دې کبله چی قاضی القضات افتخار چودري یې برطرفه کړی دی د خلکو د سخت مخالفت سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG