د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه بن لادن پخوانى موټر وان په گوانتانمو کې له محاکمى سره مخامخ دى


د اسامه بن لادن پخوانى موټر وان احمد سالم حمدان نن ددوشنبى په ورځ دگوانتانمو په زندان کې چې په کېوبا کې پروت دى د جنگى جراېمو په تور محکمى ته حاضر کړى شى.

حمدان اصلا ېمنى دى. پرهغه باندى ددسېسى جوړولو، او ترهگرانو ته دمرستى اوملاتړ برابرو تورونه لگول شوېدى.

حمدان اولنى زندانى دى چې د جنگى جراېمو اصلى محکمى ته به حاضرشى چې په گوانتانمو کې دمشکوکو ترورېستانو د محاکمه کولو لپاره جوړه شوېده.

خو دامرېکا سترې محکمې تېرکال فېصله وکړه چې هغه پوځى محکمى غېر قانونى دى. دتېرکال د سېپتمبر په مېاشت کې کانگرېس دمحاکمى نوى بهېر په دې خاطر منظور کړچې دمحکمى اعتراضونه حل کاندى.

دگوانتانمو دمحکمى په اړه نن عمر احمد خضر چې د کاناډا تبعه دى په افغانستان کې دېو امرېکا يي دوژلو په تور محاکمى ته حاضرېږى.

عمر هغه وخت ١٥ کلن و او لاسى بم ېې عسکر ته ورغورځولى و. د گوانتانمو په نظامى اډه کې چې په کېوبا کې ده، تراوسه پورې هم ٣٨٥ کسان چې په افغانستان کې او نورو ځاېونو کې دترورېستانو په گومان نېول شوېدى په توقېف کې ژوند کوى.

XS
SM
MD
LG