د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان تلوېزېونى ستېشنونه وايي حکومت د دوى خپرونى بندوى


د پاکستان دوه شخصى تلوېزېونى ستېشنونه وايي د پاکستان حکومت ددوى د خپرونو سگنلونه وروسته له هغه نه بند کړېدى چې دوى د حکومت خلاف پروگرامونه خپاره کړل.

د جېو نېوز په نامه شخصى تلوېزېون او د آج تلوېزېون وايي حکومت د پاکستان مهمو ښارونو ته چې په هغه کې لاهور او اسلام اباد هم شامل دى، ددوى خپرونى بندې کړېدى.

خو د حکومت چارواکي وايي دوى د خپرونو په ځنډېدلو باندى خبر ندى. د ېکشنبى په ورځ د پاکستان د کېبل ادارې خبردارى ورکه چې که دوى داسى پروگرامونه خپاره کړى چې د حکومت، پوځ او قضائېه خلاف وى نو دوى ته به د خپرونو اجازه ورنکړل شى.

دا کار په داسى وخت کې کېږى چې د جنرال پروېز مشرف خلاف په دې سبب مظاهرى او اعتراضونه زېاتېږى چې د پاکستان د سترې محکمى قاضى افتخار محمد چوهدرى ېې له وظېفى نه بر طرف کړېدى.

د پاکستان خپرونو د شنبى په ورځ د قاضى القضات افتخار چوهدرى د اېبټ اباد سفر، مظاهرې او مارشونه په تفصېل سره خپاره کړېدى.

XS
SM
MD
LG