د کال ١٩٦٨ د جون پر پنځمه نېټه سناتور رابرټ کینیډی، چی د جمهوری ریاست دپاره کاندید وو، د لاس انجلس د امبیسیډر په هوټل کی وویشتل سو.
سناتور رابرټ کینیډی تازه د کلیفورنیا په ایالت کی د جمهوری ریاست په لومړنیو انتخاباتو کی د بریالیتوب په مناسبت وینا پای ته رسولې وه.
ډزی کونکی سرهان بشاره سرهان یو فلسطینی وو، چی سمدستی ونیول سو. رابرټ کینیډی روغتون ته انتقال سو او څلېرویشت ساعته وروسته د ۴٢ کالو په عمر وفات سو.
رابرټ کینیډی د جون پر اتمه د ارلینگټن په هدیره کی خاورو ته وسپارل سو چی درې کاله مخکی د هغه ورور جمهوریس جان ایف کینیډی د وژل کېدلو څخه وروسته پکښی ښخ سوی وو. په کال ١٩٦٩ کی سرهان د قتل مرتکب وگڼل سو او په اعدام محکوم سو.
په کال ١٩٧٢ کی د هغه د اعدام سزا عمری بند ته را کمه سوه ، ځکه چی د کلیفورنیا د ایالت ستري محکمې د اعدام سزا له منځه یوړه.
د کال ١٩٨٣ راهیسی د بندیخانې مامورین، چی سرهان د عامه امنیت لپاره یو جد یخطر گڼی، پرله پسې د هغه په ضمانت خوشی کېدلو غوښتنی رد کړي دی.