.پدی نښتو کې لږترلږه دری کسان وژل شوي او څلورویشت ټپیان شوي. چارواکي وایی د امنیتی دلایلو پر اساس نشي کولی ډیر معلومات ورکړي.
پدی ښار کې شخړې د شنبې په ورځ ځکه پیل شوی چی عراقي پولیسو او د امریکا په مشرې متحده ځواکونو د مهدی ملیشو د دوه جگپوړو قومندانو لټون پیل کړ کوم چی د هغوی په وینا د ډیرو کسانو په وژنه کې لاس لري.
بل خوا پولیس او سیمه ایز خلک وایی د دوشنبې په ورځ امریکایی جنگي الوتکوپه سمارا ښار کې په هوایی بریدونو کې څلور کسان وژليدي.