انصارالسنه ډلې د انټرنېټ په ېوه خبرلېک کې وېلى دي چې ددوى سرتېرو سحر الحېدري په دې سبب وژلې ده چې د مجاهدېنو خلاف ېې داسى لېکنى کولې چې دهغوى نوم بدي کړي.
له القاعده سر تړلې دغى ډلې پر خبرېالې حېدري باندې دا تور هم لگولى دى چې ددوى په وېنا دعراق له مرتد حکومت اوپولېسو سره همکاري کوي.
پولېس وايي چې حېدري د پنجشنبى په ورځ په ېوه ناڅاپى حمله کې ووژل شوه. هغې د اصوات العراق له خبرى اژانس سره کارکاوه.
چارواکي وايى دهغې نوم په هغه لېست کې و چې ددغې سر تېرې ډلې محلى مشر دوژلو لپاره په نښه کړى وو.