د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه د افغانستان پولیس روزي


اروپایي ټولنې په افغانستان کې د پولیسو د روزنې د بهیر د ګړندي کولو لپاره دې هیواد ته شل روزونکي استولي دي.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې د اروپايي اتحاديي استازو ته د افغانستان د پولیسو د روزنې کلي وسپارل شوه.

پدې اړه په جوړه شوی غونډه کې د افغانستان د امنیتي چارواکو د ګډون برسیره په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو، ډیپلوماتانو او هم د ناټو په مشرۍ د ایساف پوځي مشرانو برخه اخیستی وه.

دې غونډې ته د ولسمشر امنیتي سلاکار زلمي رسول، دکورنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل او په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې استازي فرانسس وینډرل خبرې وکړې.

وینا کوونکو په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې د ښو روزل شویو پولیسو په لرلو ټینګار وکړ او د روزل شویو پولیسو ونډه یې د ناخوالو په له منځه وړو کې ګټوره وبلله.

دکورنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل په افغانستان کې د پولیسو د روزنې په برخه کې د امریکا او جرمني د مرستو د یادونې په ترڅ کې وویل چې د اروپايي ټولنې اوسنۍ روزنه به نوره هم مهمه وي.

دې غونډې ته په افغانستان کې داروپايې اتحاد استازي فرانسس وینډرل وویل چې د پولیسو د روزنې په برخه کې به اروپايي اتحاد ښه ونډه ولري، او دا کار به په ښه توگه پرمخ بوزي.

د بن د پریکړې له مخې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د پولیسو د ۶۲ زره کسیز ځواک د روزنې مسولیت په غاړه اخیستې دی.

تردې مهاله د جرمني هیواد دا کار ترسره کولو چې تر اوسه ۵۰ زره پولیس روزل شوي دي، تیر کال ولسمشر کرزي پریکړه وکړه چې ددې شمیر تر څنګ ۱۵ زره نور پولیس د هغو سیمو لپاره و روزي چې امنیتي وضیعت په کې د ډاډ وړ نه دی.

د افغاني پولیسو د روزنې لپاره په اوس کې شل تنه اروپایي روزونکي فعالیت کوي چې ددی کال تر پای به د روزونکو دا شمیر ۱۹۰ تنو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG