د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت له ایران څخه غوښتي چې د افغان مهاجرو  په برخه کی سخت اقدامات پای ته ورسوي


افغان چارواکېو له تهران نه وغوښتي چې دمهاجرو په برخه کې سخت اقدامات پاې ته ورسوى ځکه چې ددغو مهاجرو راتگ په دومره زېات شمېر کې محلى منابع ډېرې زېاتې ځپلې شى.

دملگرو ملتونو او افغانستان چارواکى وايي هره ورځ تقرېبا دوه زره افغانان له اېران نه اېستل کېږى. دملگرو ملتونو نطاق اېډرېان اېډورډز وايي نړېوالې ټولنى هم داېران له چارواکېو سره په کابل کې خپلى اندېښنى شرېکى کړې.

هغه وايي دا ېوه ډېره څرگنده اندېښنه ده کله چې څوک غواړى دغه را ز ېو کار وکړى نو هغه ېې باېد په ډېر انسانى ډول وکړى.

پکارده چې دا کار په تدرېجى اومنظم ډول وى چې هغه هېواد چې مهاجر ور ستنېږي ، هغه له دغې ستونزې سره د مقابلې توان ولرى.

دى وايي دهغو کسانو زېاته برخه چې له اېران نه اېستل کېږى هغه غېر قانونى کارگران دى، هغوى مهاجر ندى. نو په اصولى لحاظ داېرانېانو د ا اقدامات قانونى گڼل کېدلى شى.

اېران د ملگروملتونو او افغان چارواکېو ته ووېل چې دوى به غېر قانونى مهاجران د سږ کال په اخر کې له اېران نه وباسى.

دملگرو ملتونو اداره وايي چې په اېران کې د ٩٢٠ زرو په شاوخواکې داسىمهاجر ژوند کوى چې داېران له حکومت سره ېې نومونه ثبت دى.

خو ددى تر څنگ لږ تر لږه ېوملېون داسى افغانان هم ژوند کوى چې قانونى اسناد نلرى. دملگرو ملتونو نطاق اېډورډز وايي زېا ت شمېر افغانان چې له اېران نه په زور اېستل شوېدى، هغوى له خپلو کورنېو نه جلا سوېدى او په دې جمله کې دهغوى ماشومان هم شامل دى.

په را ستنو شوو کسانو کې ډېر ى داسى وايي چې اېران دوى دېته اړکوى چې دموټر کراېه هم خپله ورکړى که څه هم دوى له هغه هېواد نه په زوره اېستل کېږى.

پرافغانانو باندې داېرانېانو د تېري او تجاوز ډېر زېات رپوټونه هم شته دى. په نېوېارک کې دېره د بشرى حقوقو دڅارنى اداره وايي په زور را شړل شوو کسانو کې ډېر ى وايي چې افغانستان ته له را شړلو نه مخکى دوى په اېران کې ښه کلک ډبول شوېدى.

د بشر ى حقوقو د څارنى موسسه پر اېران غږ کوى چې سمدلاسه په زور باندى دافغانانو د اېستلو بهېر په ټپه ودروى او هغوى ته دا فرصت برابر کړى چې که مناسب وى نو پناهندگى وغواړى.

داېران چارواکي په کابل کې د غه ادعا گانې چې وايي د سرحد په اوږدو کې پرافغانانو تېرى کېږى ردوى او وايي دهغوى بېرته رالېږل به د پلان سره سم دوام وکړى.

هغوى وايي چې بى سنده کارگران ددى لپاره له اېران نه وتلو ته اړکېږى چې داېران په اقتصاد باندى بې شانه زېاته بده اغېزه لرى

داېران تجارتى کاروبار دامرېکا له خوانه دهغو اقتصادى بندېزونو په سبب چې پران ېې دهغوى د جنجاى اټومى پروگرام په سبب لگولى دى له فشار سره مخامخ دى.

XS
SM
MD
LG