د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مامورین: د ناتو په یوه هوایی حمله کی ٢٥ ملکي خلک او شل مشکوک طالبان وژل شوي دي


افغان مامورین وایی چی د ناتو په یوه هوایی حمله کی چی د هلمند په ولایت کی یې وکړه ددرو ماشومانو په گډون ٢٥ ملکي خلک او شل مشکوک طالبان وژل سوي دي.

د هلمند د ولایت مامورینو وویل چی دا حمله پرون د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه وسوه چی طالبانو په دې سیمي باندی برید وکړ. هغوی وایی چی طالبان د ملکي خلکو په کورونو ننوتلي وو.

د ناتو یوه نطاق وویل چی د ناتو اتحاد ددې رپوټونو په اوریدو سره چی په حمله کی یې ملکي خلک وژل سوي دي اندېښمن دی.

د ناتو مامورینو ویلي دي چی دوی په افغانستان کی د نظامي عملیاتو په باب له سره غور کوی چی د ملکي خلکو د مرگ ژوبلي مخه ونیسی.

هغوی دا هم وایی چی د طالبانو حملو بېگناه خلک د خطر سره مخامخ کړي دي.

د امریکا په مشري ائتلافي قواو پرون وویل چی عسکرو یې د کندهار د شاه ولي کوټ په ولسوالي کی د یاغیانو سره په درو جگړو کی څو تنه یاغیان ووژل .

XS
SM
MD
LG