د لاس رسي وړ اتصالات

د کشمیر په برخه کې چې هند او پاکستان دواړه د مالکیت ادعا لرې پرمختگ نه دی شوی


د سهار څلور بجې دي او د سرینگر د دال د ډنډ په خوا کې په یو جومات کې د لمونځ کونکو کتارونه په لمانځه ولاړ دي.

ددوی سره په خوا کې د نژدې ونونه د زرگونو مرغانو اوازونه پورته کیږي گواکې د عبادت کونکو او مرغانو تر منځ یوه سیالي روانه ده.

هغه اشتهارات چې د سیاحینو د جلبولو لپاره لگیدلي بېځایه دا سیمه د ځمکې پر سر جنت نه بولي. خو د بومي کشمیریانو لپاره د ځمکې پر سر دا جنت بې جنجاله نه دی.

لږترلږه د هند نیم میلیون عسکر په سیمه کې پراته دي او د اته لس کلن بغاوت د شنډولو لپاره په جگړه بوخت دي. دوی د هغو جنگیالیو سره په جگړه اخته دي چې د پاکستان نه راځی یا دا چې د سیمي محلي خلک دي او دوی د کشیمیر د خود مختارۍ او یا هم د پاکستان سره د تړلو پلویان دي.

د کشیمر سړکونه او بازارونه په پاټکونو، اغزي لرونکو سیمونو او د شگو د بوجیو په بلنداژونو ډک دي او عسکر سړکونو کې گزمي کوي.

د کشمیر سینماگانې او د ښار یواځنۍ سټدیوم د عسکرو په بارکونو بدل شوي دي. ځنې کشمیریان په دې نظر دي چې اوس چې حالات بدل دي او په تاوتریخوالي کې کمی راغلی دی، نو دا دومره سخت گیري بېځایه ده.

په دې کشمیریانو کې یوه هم محبوبه مفتي ده چې په کشمیر کې د خلکو ددموکراتیک گوند مشره ده. دا غواړي چې هند دې اوس خپل پوځونه وباسي.

محبوبه وايي: زه نه پوهیږم اوس چې په وضعه کې بدلون راغلی دی، ولې هندي پوځیان نه وځي. دا کار به د جمو او کشمیر خلکو ته ډاډ ورکړي او ددوی اعتماد په حالاتو باندې زیات کړي.

په سیمه کې اکثریت مسلمانان دي او دا سیمه پنځوس کاله پخوا د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوې ده. د ویش پر سر اختلاف د هند او پاکستان تر منځ ددوو ترخو جگړو سبب شوی دی او نژدې وه چې دریمه جگړه هم ونښلي.

مگر په څو تیرو کلونو کې نوۍ ډیلۍ او اسلام اباد په خپلو اړیکو کې د بهترۍ لپاره کار کړی دی، که څه هم دوی د کشمیر د لانجې پر سر کوم پرمختگ نه دی کړی.

دلته هره ورځ خلک د هند د پوځ نه سر ټکونه کوي. میرویس عمر فاروق چې یو معتدل بیلتون غوښتونکی مشر دی وايي چې ددواړو هیوادو تر منځ د سولې خبرې د کشمیر د عوامو لپاره ډیر څه نه دي کړي.

میرویس وايي: دی اوس هم د هند د پوځ لخوا څارل کیږي. اوس هم دی د بس نه ښکته کیږي او کور یې تالاشي کیږي.

دده غوجل او کښتونه اوس هم د پوځ لخوا اشغال دي. پوځ هم په خپل نوبت ځان سیمه کې چې ددو لسیزو جنگ جگړو نه ډیر مصیبتونه لیدلي د نسبي ارامۍ اوددې خلکو ساتندوی پیژني. ځنې پوځیان وايي که دوی د خلکو اعتماد تر لاسه کړی نه دی نو دا معنی نه لري چې پوځیان خپلې هڅې نه دي کړي.

د هند پوځ د خلکو د اعتماد د حاصلولو لپاره د زیارتونو، مساجدو، ښونځیو په جوړولواو ترمیم او همدارنگه په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايی خدماتو په برابرولو بوخت دي او دا کار ډیره گټه کړي ده.

داسې هم شوي دي چې د سیمې خلک د جنگیالیو سره نښتې کړي او اخبار یې مونږ ته رسیږي. خو د هند لخوا اسرائیلي پوځي روزونکو ته بلنه د مسلمانو خلکو خوښه نه شوه.

د اسرائیلو نه غوښتل شوې وه چې د تروریزم ضد جگړه او د جنگیالیو د ننوتلو د لارو په بندولو کې د هند د پوځ سره مرستې وکړي.

ځني کشمیریان د هند دا کار په خلکواو جنگیالیو کې د قهر او غصې د پارولو لپاره یو عمدي کار بولي. د هند په اردو باندې د کشمیریانو نه اعتماد دلیل لري.

په دې جگړه کې د څلویښتو ز رو په شاو خوا خلک وژل شوي تر لسو زرو پورې ځوانان تري تم شوي دي او پوځ ددوی د ورک کیدلو په خبره کې چوپه خوله دی.

اوس د هند پوځ یو کمسیون ته وظیفه ورکړې ده چې د کشمیر نه د پوځانیانو د ایستلو په مسئلې باندې غور وکړي.

XS
SM
MD
LG