د لاس رسي وړ اتصالات

د لال جومات مشرملا په برقه کي نیول شوی


د پاکستان یو لوړ رتبه مامور واي مولانا عبدلعزیز هغه وخت ونیول شو چی د ډیرو ښځو سره په گډه په برقه کي پټ د محاصره شوي جومات څخه دباندي راووت.

مخکي د لال جومات تقرېبا اوه سوه سختدرېزه شاگردان حکومت ته تسلېم شول، خو مشران ېې اوس هم د تسلېمئ نه ډډه کوی.

دلال جومات د دېنې مدرسې څو سوه شاگردان چه اکثره په کې ښځې هم شاملې وې د اسلام اباد د لعل جومات د انگړ نه بېرون راوتلی .د پاکستان حکومت د هغوئ د تسلېمئ لپاره وخت ټاکلی ؤ، خو د تندروانو د دغه جومات مشرن چه په جومات کې دننه راحصار دي، تسلېمېدو ته غاړه نه ږدی.

د پاکستان حکومتی مقاماتو د مدرسې شاگردانو ته نن شپږو بجو پور ی وخت ورکړی ؤ چه خپلې وسلې دې په ځمکه کېږدی او تسلېم دې شی.

تر اوسه پوری د تشدد کومه تازه پېښه نه ده شوی او په سلهاو خلک اوس هم په جومات کې دننه بند پاتی دي د پاکستان عسکری قواو د شاوخوا ټوله سېمه محاصره کړی ده او د خلکو په گرځېدو راگرځېدو ېې بندېز لگولی دی.

د پاکستان د کورنېو چارو د وزارت مرستېال ظفر وړاېچ په اسلام اباد کې خبرېالانو ته ووېل کوم شاگردان چه څکومت ته په خپله خوښه ځانونه د خپلو وسلو سره ېو ځای تسلېم کړی، نود هغوئ په خلاف به اقدام نه کېږی، مگر که څوک په حکومتی قواو ډزې وکړی نو وبه وېشتل شی.

د جومات په شاوخوا کې د خال خال ډزو اوازونه اوس هم اورېدل کېدل او د جومات نه علاوه د شاوخوا کورونو او دوکانونو ټولو برق او برېښنا قطع شوی ده.

عسکرو د شاوخوا ټول سړکونه تړلی دي.د څو مېاشتو نښتو نه وروسته، پرون د امنېتی قواو اود لال جومات د مدرسې د شاگردانو تر منځ سختې نښتی شروع شوی.

د مدرسې شاگردان د پاکستان د جمهور رېس پروېز مشرف د حکومت د واک او اختېار په مقابل کې ېو ستر چېلنج و او د شرېعت د تطبېقولو لپاره ېې په خپل سر اقدامات شروع کړی وو.

د ېوه عسکر او د ېوه تلوېزون د ېوه فلم بردار په شمول د سی شنبې په ورځ په ډزو کې ېو شمېر خلک ووژل شول او برابر اتېا تنه نور ېې زخمېان شول.

جنگ پرون هغه وخت ونښته چه د پاکستانی مقاماتو په وېنا د لال جومات د مدرسې شاگردانو په امنېتی قواو باندی ډزې وکړی.

عسکرو پری اوښکې بهونکې گاز استعمال کړ او د هغو کسانو مخه ېې ونېوله چه د جومات د محاصرې په خلاف ېې مظاهرې کولی.

خو د انتحاری حملو له وېری عسکرو د شاگردانو سره د مخامخ ټکر نه ځان ساته.

XS
SM
MD
LG