د لاس رسي وړ اتصالات

په لال جومات کې د پاکستانی عسکرو او د متمرد ملا ترمنځ جنجال روان دی


دپاکستان په لعل جومات کې دچاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شویدی.

نن شپږمه ورځ ده چې داسلام اباد په لال جومات کې د پاکستانی عسکرو او د متمرد ملا ترمنځ جنجال روان دی او رپوټونه وائې، په جومات کې نوی ډزی او چاودنی شویدی. دلال جومات مشر ملا عبدالرشید غازی د حکومت غوښتنی نه منی چې وائې بی له قید او شرط نه دی تسلیم شی.

گمان کیږی چې په دغه جومات او ورته په نژدی مدرسه کې په سلگونو محاصره دی.

پرون د جمعی په ورځ غازی ژمنه وکړه چې دی او دهغه پیروان دتسلیمیدو په ځای مرگ منی. هغه کسان چې دننه په جومات کې دی، ددی طرفدار دی چې د طالبانو په شان قانون په اسلام اباد کې جاری شی.

غازی نن دشنبی په ورځ وویل حکومتی عسکرو د مدرسی په انگړکې تقریبا اویا ‏(‎٧٠ ‏)‎ زده کونکی ووژل. حکومت دغه ادعا ردوی او وائې، ټول ټال په لال جومات نولس (‎١٩ ‏)‎ وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG