د لاس رسي وړ اتصالات

د یو شمیر سروی گانو نه معلومه شویده چی په امریکا کی واړه ماشومان د تلویزيون او انټرنیټ دلاری داسی فلمونه او عکسونه وینی چی د هغی سره په دوی کی د تشدد مفکوره پیدا کیږی


په امریکا کی د یو شمیر سروی گانو او څیړنو نه معلومه شویده چی په امریکا کی واړه ماشومان د تلویزيون او انټرنیټ په دلاری داسی فلمونه او عکسونه وینی چی د هغی سره په دوی کی د تشدد او ورانکارئ مفکوره پیدا کیږی، او د امریکا د مشرانو د جرگی غړی په دی باب غور او فکر کوی چی څنگه د داسی پرواگرامونو او خپرونو مخه ونیسی.

خو مشکل دا دی چی د عامه خپرونو مالکان او د بیان د ازادئ مبارزین د بندیزونو د لگولو سره مخالف دی.

د امریکا غږ خبریال لیت هینت فینچر په دی موضوع د امریکا د سنا د استماعیه غونډی جریان اوریدل او وایی چی امریکا کی د یو شمیر میندو پلرونو د تلویزونی خپرونی د څارنی یوه ټولنه جوړه کړی، چی دوی په دی تازه وختو کی یوه څېړنه هم کړی چی د هغی په اساس دوی وایی چی د امریکا د تلویزيون د اوو نه تر لسو بجو پوری نشریدونکی زیاتره پروگرامونه داسی صحنی او عسکونه لری چی د یو خام ذهنه ماشوم په اعصابو او شخصیت بد تاثیر کوی.

د دی ټولنی مشر ټیم وینټر وایی چی نن سبا د تلویزيون په پروگرامونو کی داسی منظری او صحنی ښودل کیږی چی سراسر د وحشت او خونریزئ نه ډکی وی.

په انټرنیټی پاڼو هم داسی شیان ماشومان وینی چی باید په دی سن و سال کی تری لری وساتل شی. او ډیره د اندیښنی وړ مسله دا ده چی زیاتره د تشدد د صحنی سره فحش او اخلاق خرابونکی منظری هم ښودل کیږی.

ښاغلی وینټر دا خبری د امریکا د سنا د استمعاعیه غونډی په وړاندی هم کړیدی او ویلی دی چی د امریکا د تلویزون د تشدد او فحشو پروگرامونو په وجه د ملک اینده نسل د زوال په لوری روان دی او نن چی کوم ماشوم د خونریزئ او وژنو د صحنو نه خوند اخلی، هغه چی سبا ته ځوان شی نو ریښتیا سره هم دی کارونو ته لاس اچوی.

د امریکا د دیموکرات گوند سناتور جان راک فیلر وایی چی اولسی جرگه باید په مطبوعاتو او د کیبل تلویزون په داسی پروگرامونو بندیز ولگوی چی ماشومان ورسره بی لاری کیږی.

دی وایی مونږ اوس په دی پوه شوی یو چی عامه خپرونی لکه تلویزيون لیبل او انټرنیټ په دی باندی توانیدلی نه دی او یا نه غواړی چی خپله محاسبه پخپله وکړی.

او زه داسی فکر کووم چی دا د تلویزيون د تشدد نه ډړی صحنی او نور منفی پروگرامونه به زمونږ بچیان ډیر بی لاری او خراب کړی او اوس پرته د دی نه بله چاروه نشته چی حکومت ور پسی مټی را ونغاړی خو د امریکا د یوی مشهوری تلویزيونی کمپنئ فاکس مالک پیټر لیگوری بیا بله خبره کوی.

چی تر اوسه دا چا ثابته کړی نه ده چی یوازی زمونږ د خپرونو دلاسه ځوانانو کی د تشدد ماده پیدا کیږی او د خونریزئ پوری مایل کیږی.

هغه وایی د یو پوخ ثبوت نه پرته دا نشی کیدای چی زمونږ په پروگرامونو بندیزونه ولگیږی، دا وظیفه د میندو پلرونو ده چی خپل بچی د داسی پروگرامونو نه لری وساتی چی د دوی دپاره مناسب نه و ی.

دا د حکومت کار نه دی چی د مور او پلار ځایی ونیسی دلته په واشنگټن کی هارورډ کی پوهنتونو استاذ لارنس ټرایب وایی چی دا د حکومت کار نه دی چی دا فیصله وکړی چی کوم پروگرامونه ماشومان ته مناسب دی او کوم نه دی دی وایی دا کار په اوږده موده کی تاوان رسوی.

زمونږ نمسی، اوکړوسی به دا هیڅکله ونه منی چی مونږ د خپلو بچو په خاطر په ملک کی د بیان په ازادی محدویتونه لگولی دی.

د عامه تفریحی خپرونو چارواکی وایی چی میندی پلرونه کولی شی چی خپله د خپلو بچو دپاره د تلویزيون د کتو وختونه وټاکی او هغه پروگرامونه دی بند کړی چی د ماشومان د عمر سره سمون نه خوری خو بل خوا دا هم ویل کیږی چی زیاتره میندی پلرونه په دی هم نه پوهیږی چی کوم کوم پروگرامونه ښه دی او کوم خراب.

او څنگه وکړی چی د تلویزيون او ماشوم ترمنځ فآصله وساتی. او بیا د امریکا په مصروفه ژوند کی څوک دومره وخت لری چی څلیرشت ساعته د بچو په سر ولاړ اوسی.

XS
SM
MD
LG