د لاس رسي وړ اتصالات

د حبشې څارنوال دمخالف گوند چارواکېوته دمرگ د سزا غوښتنه کړېده


د حبشې څارنوالان دمخالف گوند ٣٨ چارواکېوته چې د حکومت په را چپه کولو او مرگ ژوبلې ته دخلکو په پارولو اولمسولو تورن دي؛ دمرگ د سزا غوښتنه کړېده.

نن ددوشنبى په ورځ ېوه څارنوال دادېسه بابا په ېوه محکمه کې استدلال وکه چې مدافعانو ته باېد سخته سزا ورکړل شى ځکه چې هغوى د داسى ټولنېزو شخړو په رامنځته کولو باندى تورن دي چې د ځانى تاوان سبب سوېدى.

دتورنو کسانو خپلوان چې په محکمه کې حاضر وو دڅارنوال د غوښتنى په اورېدو باندى په ژړا شول. دغه اته دېرش کسان په داسى تورونو محکوم سوېدى چې په هغو کې د اساسى قانون خلاف له تشدد، مرگ ژوبلې او وحشت نه کار اخېستى دى.

ېوڅو تنه پکى د وسله وال بغاوت د هڅولو په تور محکوم سوېدى. د بشرى حقوقو ډلو دغه محاکمه له ټگۍ برگۍ او تظآهر نه ډکه بللې ده.

مرگ ژوبلې د ٢٠٠٥ کال دانتخاباتوپه نتاېجو پېښې شوې وې. هغه وخت د واکمن گوند لومړى وزېر مېلز زېناوي له انتخاباتو نه وروسته قدرت ونېو که څه هم دانتخاباتو په نتاېجو کې دمخالفو گوندونو برى ډېر معلومېده.

XS
SM
MD
LG