د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي نن په کابل کې یو مطبوعاتي غونډې ته وویل چی په ارزگان ولایت کې د ځان وژونکي برید په ترڅ کې د اولسو کسانو په وژنه چې دولس پکې ماشومان وو سخت خواشینی دی.
هغه وویل هرڅوک چې افغانستان ته د ځان وژونکو حملو لپاره راځي هغوی د افغانستان د خلکو دشمنان دي.
په کابل کې د ملگرو ملتونو دفترهم په ارزگان کې د یاغي اورپکو لخوا د ملکي خلکوپه ځانگړی توگه د دولسو ماشومانو وژنه سخته غندلی ده او طالبان یې په ډله ایزي وژنی تورن کړي.