د لاس رسي وړ اتصالات

په نړئ کی د یوی سروی او رایی گیرو نه پس د هغو اوو تاریخی او لرغونو ځایونو انتخاب شویدی چی اینده کی به د دنیا د اوو عجایباتو په نامه یادیږی


په نړئ کی د یوی سروی او رایی گیرو نه پس د هغو اوو تاریخی او لرغونو ځایونو انتخاب شویدی چی اینده کی به د دنیا د اوو عجایباتو په نامه یادیږی.

د دی انتخاب اعلان په باب د روم نه د امریکا غږ خبریالی سبینا کاسټیل فرانکو خپل راپور کی ویلی چی د انټرنټ د ویب پاڼو او موبایل ټیلی فونونو د پیغامونو دلاری قریب سل میلونو خلکو په دی رایو کی برخه اخیستی او د نړئ د اوو نوو عجایباتو انتخاب یی کړیدی.

د نړئ د نوو اوو عجبو د اعلانولو دپاره د پورتگال په لیسبن ښار کی یو رنگین پروگرام جوړ شوی و چی په هغی کی د انگلستان مشهور ایکټور بی کینگسلی لومړئ عجوبه معرفی کړه.

هغه وویل د روم پخوانئ ودانئ، د روم تاريخی ودانئ چی تراوسه قایمه ده، د اروپا نه منتخیب شوی یوازینئ عجوبه ده چی د نړئ د اوو عجایباتو په لست کی شامله شوی.

دی نه علاوه د چین تاریخی او اوږد دیوال، د هندوستان د مغلو د وخت تاج محل، د اردو ن لرغونی ښار پیتر، په لاتینی امریکا کی د پیرو ماچو پیچو وروان شوی محلات، هم دا راز د برازیل هغه مجسمه چی حضرت عیسی ع ته منسوب ده.

او وروستئ یی د میکسیکو هغه احرام چی د مصر احرامونو ته ورته دی او چیچن ایتزا د احرامونو په نوم یادیږی، دغو نوو اوو عجایباتو هغو څوارلسو نورو عجابیاباتو ته ماتی ورکړیده چی د دی انتخاب دپاره په مقابل کی ایښودل شوی وو.

چی په دی کی د پاریس د ایفل لوړه مناره، د ارام سمندر د ایسټر جزیره، په نیویارک کی د ازادئ مجسمه، په یونان کی د اتنز تاریجی ودانئ، د روسیئ کریملن منطقه، او د استریلا د سډنی ښار د اوپرا ودانی.

دا هغه ځایونه ده چی د نړئ د اوو عجایبو په لست کی د راتلو نه پاتی شویدی په زرها و خلکو د پرتگال په لیسبن ښار کی د نړئ د اوو عجایباتو د اعلانونو لو د پروگرام نه ډیر خوند اخیستی، چی په دی کی د هم سندری وی او هم نڅاگانی.

د امریکا مشهوره فلمی هنرمنده جینفر لوپیز او د هند فلمی ایکټوره بیپاشه باسو هم د خپلو ملکونو په نمانیدگی ورغلی وه.

په دی کی د هند د اگری ښار نه ورغلی یو عادی هندوستانئ هم شامل و. هغه وویل چی زه په دی ویاړ کوم چی زه د تاج محل د ښار نه راغلی یم. او زه په دی ډیر خوشاله یم چی زمونږ تاج محل د نړئ د اوو عجوبو په لست کی شامل شویدی.

دا د نړئ د اوو نو و عجایبانو د انتخابولو لړئ د کال ١٩٩٩ نه شروع شوی وه او په دی کی د نړئ د کونج کونج نه ٢٠٠ تاریخی مقامات معرفی شوی وو، چی په کال ٢٠٠٦ کی د لست د نومونو شمیر ٢١ ته راښکته شو.

د دی انتخاب دپاره ټاکل شوی هیت هغو ټولو ځایونو ته سفرونه هم کړی چی دا عجایبات پکی واقع دی د نړئ د دی نوو اوو عجایباتو نه وړاندی او اصلی چی کومی عجوبی پیژندل کیدلی. هغی کی اکثره د مدیترانه د سیند د غاړی یا د منځنی ختیځ د منطقی سره ارتباط درلودو.

خو د هغو اوو عجایبو یوازه یوه ودانی اوس سلامته پاتی ده چی هغه د منځنی ختیځ د غزی د سیمی پخوانی احرامونه دی دغه د نړئ د اوو عجایباتو د انتخاب سلسله په اصل کی د یو سویس نژاده کانډایی مهم جو برنرډ ویبر ابتکار دی.

هغه غواړی چی د داسی مشترکه کوششونو سره د نړی د کلتورونو تنوع خوندی وساتی، ملاتړ یی وکړی او تاریخی اثار محفوظه پاتی شی.

او دی کار دپاره د ه د خلکو نه چندی غونډی کړیدی او باقی پیسی یی د دی عجاېباتو د تشهیر د لاری د تلویزونی شبکو نه پوره کړیدی.

XS
SM
MD
LG