د المان خارجه وزېر په برلېن کې خبرېالانو ته ووېل چه د هانی لور کراز په نوم دغه المانئی مېرمن د سی شنبی په ورځ خوشی شوه.
نوموړې مېرمنې ېو عربی تلوېزون ته نن ووېل چه د هغې ځوی لا تراوسه پوری ندی خوشی شوی او ېرغمل نېونکو ورته گواښ کړی که المان خپل ټول عسکر د افغانستان نه، ونه باسی ددې د زوی سر به قلم کړی.
دا دواړه مور او ځوی د فبرورئ په شپږمه نېټه په بغداد کې تښتول شوی وو.
د مارچ په مېاشت کې هم عراقی جنگېالو ددی دواړو ېو وېدوېې فلم وښوده او دا گواښ ې کړی ؤ که المان خپل عسکر په لسو ورځو کې د افغانستان نه ونه باسی دواړه به ووژنی.
بېا ېې ېوار بېا خپله غوښتنه په اپرېل کې تکرار کړه.
المان په افغانستان کې دری زره عسکر لری او د ناتو د قوماندې لاندې د نړېوالو امنېتی قواو د ېوې برخې په توگه په شمالی صفحاتو کې پراته دي.